IQNA

د یمن پوځ دعربستان په مینځ کې بیا د ډرونز بریالۍ حملې  کړي

15:35 - March 12, 2022
د خبر لمبر: 3485526
تهران (ایکنا) - د یمن دپوځ ویندوي یحیی سریع  پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ، د یمن پر غیر پوځي سیمو او خلکو باندې د  هرې ورځې د تیریو په ځواب کې د سعودي عربستان په مینځ کې د یمن د پوځ  دډرونز حملې جزیات  اعلان کړل .

  زمونږخبریال د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،همدااوس د  یمن جنګ په حساسو مرحلو کې دی او  ددغه  هیواد پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو ، د سعودي په مشرۍ  د امریکائي عربي ائيتلاف  دتیریو له اوو کلونو تیریدا ورسوته  دی من د مرکز اولویدیځ پشمول په مختلفو جبهو کې  دمیداني چارو  کنټرول پخپل لاس کې اخستی  او  د یمن توغندي او ډرونز  دسعودیانولپاره خطرناکې خپسکې  جوړې شوي دي .

په راپور کې وئيل شوي دي ،د یمن د پوځ ویندوي یحی سریع  پرون په يوې اعلامیې کې ووئيل ،  د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د ډرونز یونټ  د یمن د مظلوم ملت  په ضد د تیریو په ځواب کې  او همداراز  د یمن  بندرونو ته د تیلی تولیداتو د راوړونکو کشتیو د  واریدیدو  د مخنیوي  لپاره  د کلابندۍ د ماتولو په نامې سره ډرونز عملیات ، دسعودي عربستان  په مینځ کې ترسره کړل .  هغه ددغو عملیاتو دجزیاتو په بیانولو سره  ووئیل ،  دیمن پوځ   په دغو عملیاتو کې په نهو بې پيلوټه  حمله کونکو الوتکو سره  دعربستان  په حساسو ټارګټونو حملې کړي دي . چې په هغو کې په جیزان  او آبها کې د آرامکو تیلی کمپنۍ تاسیسات ،  او په ریاض کې ددغه تیلی شرکت چاڼځاي  د صماد۳ ډوله ډرونز په شیشت  کې راغلی دي . هغه په عین حال کې ووئيل که سعودیان په خود کې نشي او خپلو تیریو ته د پاي ټکی کې ږدي ،نو دغه عملیات به نوره هم سخت او جدي شي .

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i113320

captcha